ایکنا نیوز د هیل له قوله راپور راکړ،په غزې تړانګې د تیریو په بهیر کې د TikTok پلیټفارم په باب یوه مطالعه ښئ چې د غزې تړانګې د وروستیو حالاتو به باب ددغه ټولنیز چینل محتوا په اوڅاره توګه زیاته شوې ده .
د GitHub پلیټ فارم په وسیله شوي مطالعه ښئ چې له ټيک ټاک څخه استفاده ،په ورځې کې ترنیم ساعت پورې استفاده د اسرائيلو د نیواکګر رژيم په ضد د نظر پیداکولو احتمال د کارؤنکو لپاره تر اولس فیصدوپورې زیاتوي، په داسې حال کې چې دغه احتمال په اینسټاګرام کې تر شپږ فیصدو پورې او په ایکس پاڼې کې تر دوو فیصدو پورې زدی.
د امریکا په متحده ایالاتو کې په کارؤنکو کې په هشټګونو سره دتعامل به باب دغه څيړنه ښئ چې د فلسطین لپاره آزادي : په نامې سره له هشټګ څخه استفاده په تیرې اونۍ کې د نومبر له ۲۹نیټې څخه څه دپاسه دوه سوه میلیون ځلې کارول شوی دی . د فلسطین د بیرغ په شان هشټګونه هم بیا په دوهم لمبر کې دي . جالب ټکی دا چې ؛ مونږ داسرائيلو ترڅنګ ولاړ یو؛ په نامې سره هشټګ یوازې تر څو میلیونو پورې په وروستۍ روتبې کې راغلی دی چې د فلسطینیانو له حقوقو سره د ټولنیزو چینلونو د کارؤنکو د پراخ پیوستون ښودنه کوي.
د امریکا The Hill خپرونې د ویلاسمیل په قلم سره یوه مقاله خپره کړې چې په هغې کې له فلسطین څخه د زیډ نسل دملاتړ او له اسرائيلی نیواکګر رژیم سره ددوي ددښمنۍ ددلیل به باب لیکل شوې ده .
دغه لیکوال پخپلې مقالې کې لیکلی دي ، چې نظر سنجۍ ، هشټګونه ، د اینسټاګرام هسټرئ، او پوهنتوالو مظاهرې ښئ چې ځوان نسل د زیات عمر لرونکو امریکایانو په نسبت پر اسرائيلو لا زیات بدبینه دی . د ټيک ټاک په پلیټ فارم کې چې کابو نیم کارؤنکي ئې له دیرشو کلونو کم عمره کسان دي ، د FreePalestine هشټګ څخه ئې یودیرش میلیارډ ځله استفاده کړې ده چې د ؛ اسرائيلو تر څنګ ولاړ یو؛په نامې سره دهشټګ له ۵۹۰میلیون ځله شیئر کولو سره په پرتله کې څه دپاسه ۵۰ برابره زیات شيئر شوی دی ، چې زیاتره له دیرش کلونو کم عمره کارؤنکو ورڅخه استفاده کړې ده .